کرکټ: هند له ویسټ انډیز سره سبا جمعه دویمه ټېسټ لوبه پیلوي

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه سبا جمعه سهار ۸ نیمې بجې پیلیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه هند لوبډلې په یو اننګز او ۲۷۲ منډو ګټلې وه.

ټاکلې شوې له دوه ټېسټ لوبو لړۍ وروسته دواړه لوبډلې په خپلو کې ۵ یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.

دا سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره کیږي.

خبریال : نصرت الله عمرزی