د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو سیریز په درې پرله پسې لوبو کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او کلین سویپ یې کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز هند ته د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۲ منډو هدف ورکړ.
پورن ویسټ انډیز ته ۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.
هند لوبډلې له یوې سختې مقابلې وروسته د لوبې په وروستي بال چې یوه منډه پاتې وه هدف یې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.
شکر داون ۹۲ او ریشاب پنټ ۵۸ منډې وکړې.
ویسټ انډیز لوبډله د هند میملمنه وه، خو هند ورته په دوه ټېسټ، پنځه یو ورځنیو او د درې شل اوریزو لوبو سیریزونو کې ماتې ورکړې.
خبریال : نصرت الله عمرزی