کرکټ: هند لوبډلې استرالیا ته ماتې ورکړه

د نړیوال جام په ۱۴مه لوبه کې هند لوبډلې استرالیا ته د پنځه لوبغاړو په زیان سره د ۳۵۳ منډو هدف ورکړ.

د هند لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه وو او دواړو اوپنرانو تر ۲۳م اور پورې د ۱۲۷ منډو ملګرتیا وکړه.

شکرداوان ۱۱۷ ویرات کوهلي ۸۲ او رهیت شرما ۵۷ د پام وړ منډې وکړې.

استرالیا لوبډلې پوره ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۶ منډو په کمښت وبایلله.

توپ وهنه کې سمیت ۶۹، ډیویډ وارنر، ۵۶ او کیري ۵۵ منډې وکړې.

په روان نړیوال جام کې دا د هند لوبډلې دویمه لوبه وه او دواړه یې ګټلي، چې په دې بریا سره د جدول درېیم مقام ته هم پورته شوه.

استرالیا لوبډلې له درېیو لوبو دوه ګټلي او همدا یوه یې وبایلله د جدول په درېیم مقام کې ځای لري.

استرالیا لوبډله به خپله راتلونکې لوبه چهارشنبه له پاکستان او هند لوبډله به بله لوبه پنجشنبه له نیو زېلېنډ لوبډلې سره ترسره کړي.

خبریال: نصرت الله عمرزی