کرکټ: هند لوبډلې جنوبې افریقا لوبډلې ته په لومړې سیالۍ کې ماتې ورکړه

لومړۍ توپ وهنه د هندوستان لوبډلې تر سره کړه چې په ټاکلو شل اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره افریقا لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه

د هند له لورې په توپ وهونکو کې شکرداون ۸۶ او پنډیا ۲۹ تر نور ډير منډې جوړې کړې

د جنوبې افریقا په توپ اچونکو کې کرلا ډال د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول

که څه د جنوبې افریقا په توپ وهنکو کې ریپل هنریکس ۷۰ او فرهان بریهانډن ۳۹ منډي جوړې کړې خو په دې ونه توانیدل چې لوبډله بریا ته ورسوي

او په پوره شل اورنو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۷۵ منډي جوړې کړې او لوبه يې هندې لوبډلې ته په ۲۸ لوبډلو وبیلله

د هندوستان په توپ اچوونکو کې هندې تیز توپ اچوونکی بنشور کمار ښه توپ اچونه وکړه او په یوازې ځان یې پنځه افریقایې لوبغاړي وسوځول

دا د شل ارویزه سیریزه لومړی سیالې وه چې هند لوبډلې وګټله تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټیسټ او یو روځينو سیالیو لړۍ هم تر سره شوي وي چې د ټيسټ یې کوربه افریقا لوبډلې خو د پنځوس اوریز سیالیو لړۍ یې بیا ۵ـ۱ په توپیرسره د هندوستان لوبډلې ګټلې وه

ودان مینوال