کرکټ: هند لوبډلې لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

هندوستان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۲۳ منډو هدف ورکړ.

ویسټ انډیز ته توپ وهنه کې هیتمیر د ۱۰۶ او پاویل د ۵۱ منډو په جوړولو سره ښه وځلیدل.

هند ته چهل ۳، محمد شمي او جدیجا دوه دوه ویکټې واخیستې.

هند لوبډلې د ۳۲۳ منډو ستر هدف د روهیت شرما او ویرات کوهلي په شې توپ وهنې سره د ۴۳م اور په لومړي بال سره پوره کړ او د سیریز لومړۍ لوبه یې د ۸ ویکټو او ۴۷ بالونو په شتون کې وګټله.

توپ وهنه کې روهیت شرما له پیله تر پایه ونه سوځېد او په ۱۱۷ بالونو یې د ۸ شپږیزو او ۱۵ څلوریزو په مرسته ۱۵۲ منډې او ویرات کوهلي هم ۱۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

دا سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره کیږي، له دې وړاندې یې ویسټ انډیز ته په دوه ټېسټ لوبو کې هم سترې ماتې ورکړې وې.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د روان سیریز دویمه یو ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسر سره شي.

نصرت الله عمرزی