کرکټ: هند لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهنه وکړه او ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۹۶ منډو هدف ورکړ.

هند لوبډلې یاد هدف د ۶ لوبغاړو په زیان سره اتلسم اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کېږې.

ټاکل شوې دویمه لوبه یې سبا یکشنبه ماښام اووه بجې پېل شي