د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه.
په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۴۹ منډې وکړې.
توپ وهنه کې ویرات کوهلي ۱۳۹، پریټيوي شو ۱۳۴ او جدیجا ۱۰۰ منډې وکړې.
د ویسټ انډیز لپاره بیشو ۵ ویکټې واخیستې.
ویسټ انډیز لوبډلې دواړو پاڼیو توپ وهنه کې ټولې ۳۷۷ منډې وکړې، چې د هند لوبډلې د یوې پاڼۍ منډې یې هم پوره نه کړې او لوبه هند په یو اننګز او ۲۷۲ منډو ستر توپیر سره وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه به د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل شي.
له ټېسټ لوبو لړۍ نه وروسته به پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.
لیکوال : نصرت الله عمرزی