کرکټ: هوبرت لوبډلې ایډیلیډ ته په لس ویکټو ماتې ورکړه

د استرالیا بېګ باش کرکټ سیالیو په ۳۷مه لوبه کې هوبرت هریکینز لوبډلې د راشد اړوند ایډیلیډ سټرایکرز لوبډلې ته په لس ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې ایډیلیډ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه ایډلیډ ته کولین انګرام ۶۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

هوبرت لوبډلې یاد هدف بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي پوره کړ او لوبه یې د لسو ویکټو په شتون کې وګټله.

متیو وایډ ۸۴ او ډارسي شارټ ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

راشد خان ۴ اورونو کې د ۳۶ منډو په ورکولو سره په ویکټ اخیستو بریالی نه شو.

لیکوال : نصرت الله عمرزی