کرکټ: ویسټ انډیز لوبډلې له نیوزېلېنډ څخه د هند غچ واخېست

نیوزېلېنډ لوبډلې که څه هم د هند پر وړاندې ښه توپ اچونه کړې وه او ټوله لوبډله یې په ۱۷۹ منډو سوځولې وه؛ خو د ویسټ انډیز توپ وهونکو پرې بریدګره توپ وهنه وکړه.

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه ویسټ انډیز لوبډلې وکړه او ۵۰م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۲۱ منډې وکړې.

توپ وهنه کې شای هوپ ۱۰۱، انډري رسل په ۲۵ بالونو ۵۴ او اېون لېویز ۵۰ منډې وکړې.

نیوزېلېنډ ته ټرینټ بولټ ۴ او هنري دوه ویکټې واخېستې.

نیوزېلېنډ ته که څه هم بولېنډل سلیزه ووهله خو بیا هم هدف ته ونه رسېدل او ټوله لوبه لوبډله یې ۴۸م اور کې په ۳۳۰ منډو وسوځېده.

په دې سیالیو کې د ویسټ انډیز لومړۍ لوبه له سویلي افریقا سره وه، خو د باران له امله بې پایلې شوې وه او نیوزېلېنډ خپله لومړۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړې وه.

خبریال: نصرت الله عمرزی