ویسټ انډیز لوبډلې د نړیوال جام په دویمه لوبه کې پاکستان ته شرمونکې ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې ویسټ انډیز لوبډلې د ټاس په ګټولو سره توپ اچونه غوره کړه.
دوه ویشتم اور کې یې د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۰۵ منډو وسوځوله.
توپ اچونه کې توماس ۴، جیسن هولډر ۳، رسل دوه او کټرل یوه ویکټ واخېسته.
مقابل کې یې ویسټ انډیز لوبډلې د ۱۰۶ منډو هدف ته ۱۴م اور کې د درې لوبغاړو په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د اووه ویکټو، ۳۶ اورونو او دوه بالونو په شتون کې وګټله.
توپ وهنه کریس ګېل ۵۰ او پورن ۳۴ منډې وکړې.
خبریال: نصرت الله عمرزی