کرکټ: پاکستان او سریلانکا سبا لوبه کوي

د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه لوبه سبا ترسره کیږي.

ټاکل شوې دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پېل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربه توب لومړی درې ۵۰ اوریزې او ورپسې درې شل اوریزې لوبې ترسره کېږي.

لومړۍ لوبه یې د باران له امله لغوه شوې وه.

پاکستان ته د سریلانکا لوبډلې زیات شمېر نوي لوبغاړي ورغلي او پخواني تجربه کار لوبغاړي په کې نشته دی.

په ۲۰۰۹ کال کې پر سریلانکا لوبډله پاکستان کې مرګونی برید وشو او له هغې وروسته نړیوالې لوبډلې او لوبغاړي پاکستان ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.