کرکټ: پاکستان او سویلي افریقا برخلیک ټاکونکې لوبه نن ترسره کوي

د پاکستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه یو ورځنۍ لوبه نن چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي.

ټاکل شوې دا لوبه د مازیګر په درې نیمو بجو پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په څلورو ترسره شویو لوبو کې یې دوه پاکستان او دوه سویلي افریقا ګټلي او سیریز دوه په دوه مساوي دی.

که ننۍ لوبه هرې لوبډلې وګټله د سیریز اتله به شي.

نصرت الله عمرزی