کرکټ: چینای حیدرآباد ته او راجستان ممبۍ ته ماتې ورکړه

د ای پي اېل سیالیو ۴۶مه لوبه چې د چینای سوپر کینګز او سنرایزر حیدرآباد لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، لومړی توپ وهنه پکې حیدرآباد لوبډلې وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره چینای لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې شکر دوان د ۷۹ او ویلیمسن د ۵۱ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.

چینای لوبډلې یاد هدف د امباتي رایډو د ښې توپ وهنې په مرسته ۱۹ اورونو کې د دوه لوبغاړو په زیان سره پوره او لوبه یې د اتو ویکټو په شتون کې وګټله.

رایډو په ۶۲ توپونو د ۷ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۱۰۰ ناسوځېدلې او شاین واټسن ۵۷ منډې وکړې.

د حیدرآباد لپاره راشد خان تر نورو ښه توپ اچونه وکړه، که څه هم ویکټ یې وانه خیسته، خو په خپلو څلور اورونو کې یې ۲۵ کمې منډې ورکړې.

د دې سیالیو په ۴۷مه لوبه کې راجستان لوبډلې ممبۍ ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

لومړی توپ وهنه ممبۍ لوبدلې وکړه او شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره راجستان ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ.

راجستان لوبډلې د بټلر په چټکې توپ وهنې سره یاد هدف ۱۸ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په شتون کې وګټله.

بټلر په ۵۳ توپونو د ۵ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۹۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د دې سیالیو په لړ کې به نن ماښام ۷ بجې د مجیب الرحمن اړوند کینګز ایلیون پنجاب لوبډله د آر سي بي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

خبریال : نصرت الله عمرزی