کرکټ: چینای سوپر کینګز لوبډلې د IPL سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه

په لومړۍ نیمه پای لوبه کې چینای سوپرکینګز لوبډلې پچه وګټله د سنرایزرزس حیدرآباد ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

حیدرآباد لوبډلې ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې.

توپ وهنه کې بریټ ویت د ۴۳ او کین ویلیمسن د ۲۴ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.

چینای لوبډلې یاد هدف د ۸ لوبغاړو په زیان سره د شلم اور په لومړي بال پوره کړ او لوبه یې د دوه ویکټو او ۵ توپونو په شتون کې وګټله او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

توپ وهنه کې فاف ډوپلیسیز ۶۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

توپ اچونه کې راشد خان خپلو ۴ اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول، سندیپ شرما او سدرت کاؤل هم دوه دوه ویکټې واخیستې.

حیدرآباد لوبډله لا چانس لري دوی به د راجسان او کلکتې لوبډلو ترمنځ لوبې ته انتظار کوي که هغه کې هرې لوبډلې وګټله حیدرآباد لوبډلې سره به په دویمه نیمه پای لوبه کې مخ شي او بایلونکې لوبډله به له سیالیو بهر کیږي.

د راجستان او کلکتې ترمنځ لوبه نن مازدیګر ۶ بجې پیلیږي.

نصرت الله عمرزی