کرکټ: ډیلي لوبډلې کلکته نایټ رایډرز لوبډله په ۵۵ منډو له ماتې سره مخ کړه

د لوبې پچه کلکته نایټ رایډرز لوبډلې وګټله او ډیلي ډیرډیویلز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ډیلي لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه، ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره کلکتې لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې شیریس ايير ۹۳ ناوسوځېدلې او پریتوي شَو ۶۲ منډو وکړې.

کلکته لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کیدو سره یواځې ۱۶۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۵ منډو په توپیر وبایلله.

توپ وهنه کې انډري رسل د ۴۴ او شبمن ګېل د ۳۷ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.

د کلکتې لپاره توپ اچونه کې بولټ، میشرا، اویش خان او میکسول دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی شیریس آییر وټاکل شو.

ګوتم ګمبیر د مسلسلو ماتو خوړولو وروسته د ډیلي لوبډلمشري آییر ته پریښوده او ښه ثابت شو.

ډیلي په ترسره شویو ۷ لوبو کې دوه ګټلي او ۵ یې بایللي دي، چې لا هم د جدول په ۷م مقام کې ځای لري.

د دې سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷ بجې چینایي سوپر کینګز لوبډله د ممبۍ انډینز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

نصرت الله عمرزی