د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو د تېرې شپې لوبه کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې چینایي سوپر کینګز لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه کلکته لوبډلې وګټله او سوپر کینګز لوبډلې ته یې توپ وهنه ورکړه.
چینایې سوپر کینګز لوبډلې ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره کلکتې لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې ام اس ډوني ۴۳ ناسوځېدلې او شاین واټسن ۳۶ د پام وړ منډې وکړې.
توپ اچونه کې چولا او سونېل ناراین دوه دوه او کلدیف یادف یوه ویکټ واخیسته.
کلکتې لوبډلې د شبمن ګېل په ښې توپ وهنې سره د ۴ لوبغاړو په زیان اتلسم اور کې یاد هدف ته ځان وراساوه او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.
شبمن ګېل ۵۷ او دېنیش کارتیک ۴۵ منډې وکړې، په ای پي اېل سیالیو کې دا د شبمن ګېل لومړۍ نیمه سلیزه وه.
د لوبې غوره لوبغاړی سونېل نارین وټاکلو شو، چې څلور اورونو کې یې د شلو منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي هم وسوځول.
کی کی آر لوبډلې له ۹ څخه د ۵ په ګټلو سره د جدول دریم مقام هم خپل کړ.
د ای پي اېل سیالیو په دوام نن ماښام ۷ بجې د مجیب الرحمن اړوند کینګز ایلیون پنجاب لوبډله د ممبۍ انډینز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.
نصرت الله عمرزی