کرکټ: کینګز ایلیون پنجاب د سنراریزر حیدآباد لوبډله له ماتې سره مخ کړه

کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی وار توپ وهنه پیل کړه.

که څه هم پیل یې ښه نه وو، خو وروستیو کې د کریس ګېل د ښې توپ وهنې په مرسته پنجاب لوبډلې د سنرایزر حیدآباد لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ.

دې لوبه کې کریس ګېل د ۱۱ شپږیزو او یوې څلورې په مرسته ۱۰۴ ناسوزېدلې منډې وکړې.

نوموړي په راشد خان په یو اور کې څلور پرله پسې شپږیزې ووهلې، راشد په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې لومړی مقام لري.

راشد خپلو څلور اورونو کې ۵۵ منډې ورکړې، چې ۷ شپږیزې او یوه څلوریزه پکې شامله وه او یوه یې ویکټ هم ترلاسه کړه.

سنرایزر حیدرآباد لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړ، شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوزېدو سره ۱۷۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۵ منډو په توپیر وبایلله.

منیش پنډې ۵۷ او ویلیمسن ۵۴ منډې وکړې.

د پنجاب لپاره موهیت شرما او اندریو ټای دوه دوه ویکټې واخیستې.

مجیب الرحمن څلور اورونو کې د ۲۷ منډو په ورکولو سره په ویکټ اخیستو بریالی نه شو.

د لوبې غوره لوبغاړی کرېس ګېل وټاکل شو.

د دې سیالیو په لړ کې به نن ماښام ۷ بجې چینای سوپر کینګز لوبډله د راجستان رایلز لوبډلې سره د سیالۍ ډګرته ووځي.

نصرت الله عمرزی