کرکټ: یو ورځینۍ نړیوال جام سیالۍ نن سهار پیل شوې.

د ۲۰۱۵ کال یو وځینې نړیوال جام سیالۍ د افغانستان په وخت نن سهار په نیوزیلینډ او استرالیا کې پیل شوې.
دغه سیالۍ چې د نړۍ ۱۴ پياوړې لوبډلې به سره لوبې کوې، یو ورځینۍ یعنې ۵۰ اوریزه دي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به د بنګلدیش پر وړاندې د فیبرورۍ په ۱۸ نیټه ترسره شي، چې د راتلونکې چهار شنبې ورځې راځي.
افغانستان به په دغه سیالیو کې له شپږو هیوادونو سره لوبې ترسره کړي او اوس افغانان هیله لري، چې په دغه شپږو سیالیو کې به افغان ملي لوبډله ښه تجربه حاصله او یو شمیر لوبډلې به هم ماتې کړي.
د یادولو ده، چې له دغه سیالیو وړاندې افغانستان له هند سره په دوستانه لوبه کې ماتې خوړه او اماراتو ته یې پرون په ۱۴ منډو ماتې ورکړه.