د هندوستان شل اوریزه سوداګریزو کرکټ سیالیو په دویمه لوبه کې د مجیب الرحمن اړوند کینګز ایلیوین پنجاب لوبډلې د ډیلي ډیر ډیویلز لوبډلې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
دې لوبه کې ډیلي لوبډلې پنجاب لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې د ډیلي لپاره لوبډلمشر ګواتم ګمبیر د ۵۵ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.
د پنجاب لپاره افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ښه پیل وکړ نوموړي د لوبې دریم خو د خپل ځان لپاره یې د ای پي ایل سیالیو په لومړي اور کې په دریم بال د کولین مونرو ویکټ ترلاسه کړه.
نوموړي خپلو څلور اورونو کې د ۲۸ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.
مجیب د ای پي ایل کرکټ سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی او دا یې لومړی ځل دی، چې د ای پي ایل په دې سترو تجارتي لوبو کې لوبیږي.
پنجاب لوبډلې ځوابي توپ وهنه کې یاد هدف د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۸،۵ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو او ۷ توپونو په شتون کې وګټله.
توپ وهنه کې روکیش راهول ۵۱ او کارون نایر ۵۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم راهول وټاکل شو.
د دې سیالیو په لړ کې به سبا دوشنبه ماښام ۷:۰۰ بجې د راشد او نبي اړوند سنرایزر حیدرآباد لوبډله د ظاهرخان پکتین اړوند راجستان رایلز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
نصرت الله عمرزی