کریملین د اوکراین هغه پلان رد کړی چې اوکرایني سیاستوال یې طرحه سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړې وه

د اوکراین د پارلمان د غړي اندرې ارتیمینکو د طرحې له مخې چې راپور یې لومړی نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړ، له روسیې غواړي چې د روسیې له ختیځه خپل ځواکونه وباسي او پر اوکراین غږ کوي چې روسیې ته د پنځوسو یا سلو کلونو په مخه د کریمیا د اجاره ورکولو په اړه ټولپوښتنه وکړي.

کریملین د دې پلان شرایط پوچ او بې معنی بللي دي.

د کریملین ویاند ډیمیټري پیسکوف پرون په مسکو کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، روسیه څنګه خپله سیمه په اجاره ونیسي زیاته یې کړه چې د اوکراین په اړه د مینسک تړون بل بدیل نه لري.

پیسکوف وویل، د اوکراین کړکېچ که یوه د حل لاره ولري نو هغه به یوازې د مینسک د موافقې په چوکاټ کې وي.

د پیسکوف دا خبرې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم له ریا نووستي آژانس سره په مرکه کې تکرار کړې او ویې ویل چې له خپل ځانه د کوم شي کرایه کول ممکن کار نه دی.