کرینه کپور دویم اولاد وزېږاوه؛ هلک دی که جینۍ؟

د باليووډ سینما نوموتی اداکار سیف علي خان او اداکاره کرینه کپور د دویم ځل لپاره مور او پلار جوړ شول، کرینه کپور دا ځل يو بل ښکلی زوی وزېږاوه.

د هندي رسنیو په وینا، اداکاره کرینه کپور تېره شپه ۴۵ د پاسه ۴ بجې په ممبۍ کې (بریچ کینډي روغتون) ته وړل شوې وه او هلته ډاکټران د ولادت د وخت لپاره منتظر وو، چې وخت یې رارسېدلی و او ډاکټرانو دا خوشخبري سیف علي خان ته ورکړه، چې هغه او مېرمن ته یې خدای پاک یو ځل بیا یو ګلالی زوی ورکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې د سیف علي خان او کرینه کپور مینوال، فلمي ستوري او اداکاران، ډايریکټران، سندرغاړي، کرکټران او ګڼ نور خلک کرینه کپور او سیف علي خان ته د هغوی د زوی د پیدايښت له امله د مبارکۍ پیغامونه ورلېږي او په دې خوشحالۍ کې له هغوی سره ځانونه شریک بولي.

د کرینه کپور او سیف علي خان لومړنی اولاد د هغوی زوی تېمور علي خان دی، چې له نن نه ۴ کاله مخکې، په ۲۰۱۶ کې د اګسټ په ۲۰ نېټه زېږېدلی و. هغه اوس مهال څه د پاسه د څلورو کالو دی.

که څه په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې د سیف علي خان او کرینه کپور نوی ماشوم یوه جینۍ ده، خو معتبرې سرچینې دا خبرونه ردوي او وايي، چې کرینه کپور په دویم ځل ولادت کې هم یو هلک زېږولی دی او سیف او کرینه دواړه ډېر ورته خوشحاله دي.

د دویم اولاد له زېږېدو نه مخکې سیف علي خان او کرینه کپور خپل پخوانی کور بدل کړی و او په یوه نوي او ستر کور ته یې کډه وړې ده، چې دا کور هم د سیف او کرینې پخواني کور ته مخامخ واقع دی او تر منځ یې واټن ډېر کم دی.

کاپي…