کرینه کپور د خپلې خوښې خواړه له مینه والو سره شریک کړل

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې کرینه کپور د خپلې خوښې خواړو په اړه د خپلو مینه والو سره معلومات شریک کړي دي.

نوموړې د ټولنیزو رسنیو په مشهور اپلیکیشن انسټاګرام په سټوري کې د هند د کیراله ایالت د خواړو یو عکس خپور کړی دی او تر څنګ يې ورسره دا هم لیکلي دي، چې دا د هغې د خوښې خواړه دي.

کرینه کپور تر دې مخکې په خپله سټوري کې بیا خپل یو سیلفي عکس خپور کړی و او خلکو ته يې ویلي و، چې هیلې دې له لاسه نه ورکوي او خپل ځانونه دې خوندي وساتي.

کرینه کپور خان د کورونا په دې حالاتو کې، چې په هند کې يې وضعیت خراب کړی دی او له کنټروله وتلې ده، د عامه پوهاوي په برخه کې کار کړی دی.

هغې په خپلو ډېرو پوسټونو کې له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې د کورونا ویروس د مخنيوي په پار دې احتیاطي تدابیر خپل کړي او د کورونا ضد واکسین دې وکړي.

کاپي…