کرینه کپور وايي، ځوی مې پټان دی

کرینه کپور وايي، چې ځوی يې تیمور د پټان ټول خصوصیات لري او د هغوې له اصله دی. د کرینه اشاره خپل خاوند سیف علي خان ته وه.

په ورته وخت کې کرینه کپور وايي، چې زوې ورته له هرڅه مهم دی او هیڅکله به يې یواځې پرینږي.

هغه زیاتوي، که اړتیا شوه، تیمور به شوټینګ ته ځان سره بوځم.

کرینه کپور زیاتوي، چې تیمور ددوې د ژوند اساسي برخه ده او چیرته چې دوې وي، هلته به تیمور وي.

نوموړې وايي: (( د خپلې امیدوارې پر مهال هم خوشاله او صحتمنده وم.))

هغه زیاتوي، د امیدوارې پر مهال يې د تیمور په خاطر ځان ښه ساته؛ آن ۱۸ کیلو وزن يې هم زیات شوی دی.

کرینه وايي، مهمه دا نه ده، چې د امیدوارۍ پر مهال او وروسته میرمن څنګه يې؛ بلکې مهمه داده، چې یو سالم ماشوم ولرئ.

کرینه کپور وايي: ((زه اوس یو ښکلی او ښایسته ځوی لرم. هغه پټان دی.))

کرینه کپور اوس خپل وزن بیرته کموي او خپلې راروانې پروژې ته امادګي نیسي.

کرینه به د سونم کپور او سوارا بهاسکر سره په (ویر دې ویډینګ) فلم کې ګډ کار وکړي. ټاکل شوې چې د فلم د شوټینګ چارې د اپریل په میاشت کې پیل شي.