دوشنبه , 29 اپریل 2024

کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

راتلونکي نړیوال جام کې به د افغان لوبډلې لوبډلمشري ګلبدین نایب کوي.

افغان لوبډل اوس مهال په سویلي افریقا کې تمرینات کوي.

په لوبډله کې د حامد حسن هم شامل دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې راتلونکي ۵۰ اوریز نړیوال جام ته د ګلبدین نایب تر لوبډلمشرۍ لاندې خپله ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، افتاب علم، اصغر افغان، دولت ځدران، حیمد حسن، حشمت الله شهیدي، حضرت الله ځاځی، محمد نبي محمد شهزاد، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدران، نورعلي ځدران، رحمت شاه زرمتی، راشد خان او سمیع الله شینواری شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې بیا د سعید شېرزاد، اکرام علي خېل او کریم جنت نومونه شامل دي.

نړیوال جام د راتلونکې مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان کې پیلږي او افغان لوبډله به پکې د هرې لوبډلې سره یوه یوه لوبه کوي.

خبریال: نصرت الله عمرزی