کرېک اېنفو وېب پاڼې شپږ هغه لوبډلې په ګوته کړي، چې سوداګریزو لوبو کې یې ډېرې لوبې ګټلي دي

د کرېک اېنفو وېب پاڼې د شپږو هغو لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي او تر نورو لوبډلو د اتلولیو په ګټلو سره ښې ځلېدلي دي.   په دغو لوبډلو کې د هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او انګلستان هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

هغه نوملړ چې یادې وېب پاڼې خپور کړی دی، لومړۍ لوبډله پکې د ممبيي انډیئنز کرکټ لوبډله ده، چې ډېره بریالۍ تمامه شوې او په سوداګریز لیګ آې پي ایل کې یې خپل ښار ممبيي په څلورو اتلولیو نازولی دی.  ممبيي لوبډلې له ۲۰۱۳ م کال څخه چې روهېټ شرما یې لوبډلمشر وټاکل شو، څلور ځلې یې اتلولي ګټلې ده. نو دا لوبډله د زیاتو اتلولیو ګټلو له پلوه تر دې دمه په سوداګریزو لیګونو کې بې جوړې ده.   دویمه غوره کرکټ لوبډله د چینای سوپر کېنګز لوبډله ده، دې لوبډلې ته د ډوني په راتګ سره له ۲۰۱۰ م کال راهیسې د اتلولیو دروازه پرانېستل شوې ده او درې ځلې یې د سترو سوداګریزو لوبو ( اې پي ایل) اتلولۍ ګټلي دي.   د پاکستان کورنیو سیالیو کې د سیالکوټ سټالیئنز لوبډله بله هغه کرکټ لوبډله ده، چې ډېره بریالۍ تمامه شوې ده، دې لوبډلې پنځه ځلې د کورنیو سیالیو اتلولۍ ګټلي دي.

څلورمه کرکټ لوبډله ټرېنېډاډ او ټوباګو ده چې د نرېن، پولارډ او براوو په څېر تکړه لوبغاړي یې د کرکټ نړۍ ته وربخښلي دي، دې لوبډلې له ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۱۳ م کال پورې غوره کرکټ کړی دی.   د اسټرالیا په سوداګریزو کرکټ لوبو یا بېګ باش کې د پېرت سکارچرز لوبډله ډېره بریالۍ لوبډله ده، دې لوبډلې درې ځلې د دغو سترو سوداګریزو لوبو اتلولۍ ګټلي دي او له ۲۰۱۳ م کال څخه یې تر ۲۰۱۷ م کال پورې درې پړاوه لیګونه ګټلي دي.   همپشایر لوبډله د انګلستان په کورنیو او بلاسټ سوداګریزو سیالیو کې لوبېږي او دې لوبډلې دوه ځلې د وېټلېټي بلاسټ سیالۍ ګټلي دي او له همدې امله د نړۍ په سوداګریزو شل اوریزو لوبډلو کې یوه بریالۍ لوبډله بلل شوې ده.