کشمیر کې په يوه وسله وال برید کې ۵ هندي عسکر وژل شوي

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د ياد هيواد پنځه عسکر د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له سخت دریځه وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي. د هند د پوځ یو ویاند هم ویلي، په جنوبي سورانکوټ سیمه کې د حکومت د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیت د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته دې عسکرو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید ورباندې شوی دی. ویاند زیاته کړه چې دا سرتېري په داسې حال کې چې سخت ټپیان شوي وو، د چورلکې په وسیله را ایستل شوي دي.