کلاسيکه شاعري

پوهیالی سیداصغر هاشمي

د کلاسيک کلمه د لاتيني له کلاسيکوس (Classicus) څخه اخيستل شوي چې کلاسيکوس په لغت کې د (لومړۍ درجې)) د لومړۍ يا لوړې طبقې په مانا راځي، په ګړنه (اصطلاح) کې د کلاسيک کلمه د منل شوي، قبول شوي او هغو اثارو ته ويل کېږي، چې په ټولو تاريخي دورو کې د خپلو لوړو اوصافو او ممتازو وجوهاتو له کبله د هر چا له خوا قبول او د ستاينې وړ ګرځېدلى، ورته کلاسيک وايي.

کله بيا د لرغوني يونان او روم ادبيات هم د کلاسيک په نوم يادېږي، چې په خپله د کلاسيسيزم ادبي مکتب هلته پيدا او هلته يې وده وکړه.

په حقيقت کې د کلاسيک هنر هماغه د لرغوني يونان او روم هنر دى، چې بيا نورو له هغې څخه په پېروي، د نورو ادبي ښوونځيو بنسټ کېښود. لرغونې يونان او روم د ادبي اصولو او قواعدو په پير وي او تقليد کې خپل اثار وليکل، کلاسيسټ تر هرڅه دمخه د طبيعت تقليد او پېښې کوي.

د کلاسيک ليکوال په نظر هغه څه چې موږ له طبيعت څخه د هنر له پاره را اخلو بايد ښکلې بې زيانه وي. د دې موخې تر لاسه کولو په خاطر بايد لرغونې اثارو ته مراجعه وکړو، له هغو څخه تقليد او پيروي وکړو، ترڅو ښه او مناسب اثار ايجاد کړو، ځکه چې ښه اثار تل ژوندي پاتې کېږي او نور بيا ژر هېرېږي او له منځه ځي، يوازې ښه او ځينې ادبي شهکارونه تل تازه او له نورو پېړيو او نسلونو سره ژوندې پاتې کېږي.

په کلاسيکه شاعري کې د عقل اصالت يو مهم حقيقت ګڼل کېږي، هرڅه په کې په عقل او منطق بناء وي. تخيل په کې محدود، منظم او مرتب وي.

 

کلاسيک ليکوال هغه څه وايي او تقليد يې کوي چې د عقل سره سم وي.

 

(بوالو) وايي: که غواړئ چې اثر مو ارزښت ولري؛ نو له عقل سره مينه ولرئ. د اثر د ښکلا او ارزښت په خاطر له عقل څخه کار واخلئ، بيا په کلاسيزم کې هېڅ کله احساسات، تخيل او هيجان پر عقل او منطق غلبه نه کوي. عقل او استدلال تل خيالات او احساساتو ته لارښونه کوي. د دې مکتب پيروان ځکه عقل ته ارزښت ورکوي، چې انسان ته يې پر نورو حيواناتو لوړتيا او امتياز ورکړى دى.

په لنډه توګه ويلى شو، کلاسيک هنري ادبي اثر به په يو ټاکلي ځاى، ټاکلي وخت او يو ټاکلي موضوع باندې د کلاسيزم د ادبي مکتب له پرنسيپونو څخه پيروي کوله.

روهي په ادبي څېړنو کې وايي: (کلاسيک په مفرد شکل معمولاً هغه ادبي ژانر ته ويل کېږي چې په ټولو تاريخي دورو کې د خپلو عالي اوصافو او ممتازم وجوهاتو له امله د هر چا له خوا ستايل شوي وي يا په ساده ژبه کله چې کلاسيک ليکوال او کلاسيک هنر وويل شي له هغې څخه داسې ليکونکى او هنر مقصود وي، چې ټول طبقات يې په هر وخت او هر ځاى کې ستاينه او نمانځنه کوي، نو په دې صورت کې د کلاسيک کلمه د ټولو مختلفو تاريخي دورو پر ټولو سترو ليکوالانو او هنرمندانو باندې اطلاق کېداى شي، که څه هم چې دغه ليکوال او هنرمند نه يوازې دا چې په کلاسيک ښوونځي کې شامل نه وي، بلکې د هغې مخالفت يې هم کړى وي ،لکه ويکتور هوګو، يا لامارتين، چې د رومانتيزم کلک طرفداران دي، همدارنګه د پښتو پاخه او مشهور شاعران لکه: خوشحال خان، رحمان بابا او حميد کلاسيک شاعران ګڼلى شو.

موږ د پښتو ادبياتو درې ادبي دورې لرو، چې عبارت دي: پخوانۍ يا لرغونې دوره (١٣٩-٩٣٠هـ) منځنۍ دوره (٩٣٠-١١٠٠هـ) اوسنۍ يا معاصره دوره (١١٠٠- تر اوسه پورې) په دې درېيو دورو کې موږ ډېر شاعران درلودل او لرو يې، خو کلاسيک شاعر يوازې په دې شاعرانو کې هغه ته ويلى شو، چې په ټولو تاريخي دورو کې د هغه شاعري د خپلو عالي اوصافو او ممتازو وجوهاتو له امله د هر چا له خوا ستايل شوي وي، يا په دې دورو کې هغه چاته کلاسيک شاعر ويلى شو، چې د دې شاعري د لومړۍ درجې شاعري وي او په هر وخت کې ژوندۍ شاعري وي.

 

زموږ په ټولنه کې داسې نظم ليکونکي شته، چې کله نظم وليکي، د څه مودې لپاره هغه خلک خوښوي، خو د وخت په تېرېدو د خلکو له ذهنونو نه د هغه شاعري له منځه ځي؛ خو داسې شاعران هم لرو چې د هغوى شاعري هر وخت د ټولنې په اصلاح کې مهم رول اجراء کولاى شي؛ نو بيا دې ته کلاسيک شاعر ويلى شو، د پښتو ژبې کلاسيک شاعران ډېر دي خو د يو څو تنو يادونه ضروري بولم.

 

خوشحال خان، رحمان بابا، حميد مومند، کاظم خان شيدا، ګل پاچا الفت او نور په اوسني وخت کې کلاسيک ادبيات په دې لاندې معناګانو استعمالېږي:

 

١. هغه ادبيات چې زړښت نه لري، په هر وخت او هر ځاى کې ستايل کېږي.

٢. د لرغوني يونان او روم ادبيات.

٣. هغه اثار چې په کلاس (ټولګي) کې تدريس کېږي.

٤. پخواني ادبيات چې معاصر نه وي.

٥ .د لرغونې يونان او روم د ادبياتو په پېروۍ ليکل شوي ادبيات.

په ځينو کتابونو کې منځنۍ دوره (خوشحال، رحمان او حميد ادبي مکتبونو) ته د کلاسيک ادبي دور نوم ورکړل شوى دى. د ا چې خوشحال خان خټک د ادب او سياست د ميدان اتل دى، نو د ده ادبي زېږونې هم لوړ او د پښتو ادب په ادبي ډولونو کې ځانګړى مقام او ځاى لري.

 

په لنډه توګه وايم چې په دې بهير کې پښتو نظم د جولې او منځپانګې له پلوه زياته وده او پرمختيا کړې ده، د دې مهال په ادبي زېږونو کې ډول- ډول ادبي ژانرونه رازېږېدلي دي چې بېلابېلې سکالو وې په کې راغلي او څرګندې شوې دي د دې پير ادبي زېږندويانو په لوړه شاعرانه ژبه او تخيل ادبي صنايع په خوږه او روانه ژبه په خپلو اثارو کې راوړي دي. له دې امله په دې پير او مهال کې خوشحال خان خټک، رحمان بابا او حميد مومند د خپلو ادبي زېږونو د څرنګوالي او لوړتيا له کبله د ادب پوهانو او ادبي کره کتونکيو له خوا په کلاسيک شاعرانو نومول شوي دي، ځکه خو دې پېر ته کلاسيک او د دې دورې ځينو شاعرانو ته کلاسيک شاعران او د دې پېر ادبي نوښتونو ته کلاسيک ادبي زېږونې وايو.

 

په کلاسيک کې ټولې هغه غوره ادبي زېږونې او بېلګې را اخلي چې د يوه هېواد ملي پانګه بلل کېږي. د کلاسيکې شاعرۍ په اړه بحث په همدې ځاى ختموو ،اوس د کلاسيکو شاعرانو د شعرونو څو نمونې دلته راوړو.

 

عبدالرحمن پژواک ليکي: ( هر شاعر لره ځانته يو جهان دى چې يوازې دى يې جهانيان دي، شعر راز دى، په راز باندې خبرې کول په زړه باندې تجاوز او په روح باندې تېرى دى.)

رښتيا چې په کلاسيک شاعرانو کې هر يوه ځانته يوه لاره درلوده او هر يوه د ځان لپاره جدا طرز او طريقه درلوده.

په دې برخه کې د کلاسيکو شاعرانو د شعر څو نمونې د مثال په ډول وړاندې کوو.

 

د خوشحال خان خټک وايي:

 

صورتګر چې ښه صورت په دېوال ساز کا

کل عالم يې په صفت زبان دراز کا

 

د خوشحال خان بابا په پورتنيو دوو شعرونو باندې بسنه کوو، خو د دې ټول اشعار بېلابېل سياسي، اجتماعي، عرفاني، حماسي، انتقادي، فلسفي، اخلاقي او عشقي فکرونه او سوژې يې په کې د لوړ شعري تخيل او نورو ښکلاييزو ادبي ارزښتونو سره يو ځاى په کې راوړي دي.

 

خوشحال خان د پښتو شعر او ادب د منځنۍ دورې د دويم پړاو تر ټولو لوى او نامتو شاعر دى، ده د پښتو ادب په دواړو برخو کې (شعر او نثر) کې د نوي سبک او مکتب د بنسټ ډبره ايښې ده. په شعر کې يې د تخيل، تمثيل او شعريت د پيدا کېدو په موخه د ادبي فنونو له مختلفو بڼو څخه کار اخيستى د ده په شعرونو کې تر بل هر شاعر شعري ژانرونه او فکرونه زيات کارېدلي او ځلېدلي دي. نو د ده ټوله شاعري کلاسيکه شاعري ده او په خپله کلاسيک شاعر دى.

 

رحمان بابا وايي:

 

عاشقي مې په زړه وکړلو ګذر بيا

بېلتانه مې لنبې بلې کړې په سر بيا

که دفتر د خپل قسمت مې په خپل لاس وي

ما به ستا له غمه وران کړ دا دفتر بيا

ما لا نوم د عاشقي اخيستى نه و

جدايي دې راته جمع کړ لښکر بيا

 

رحمان بابا شاعري هم کلاسيکه شاعري ده، چې بېلابېل تصوفي، اخلاقي، اجتماعي او عشقي افکار د لوړ تخيلي قوت په ملګرتيا ځلول شوي دي. په دغو ټولو شعرونو کې فکر او وينا ډېره په زړه پورې او د پام وړ ده او د دغه هدف او موخې په غرض لکه څنګه چې مو ولېدل يو شمېر لفظي او معنوي بديعي ښکلاوې هم کارولې دي.

 

عبدالحيمد مومند وايي:

 

چې باله شي کروفر د دنيا هېڅ

هېڅ سړى به کاندي فخر په دا هېڅ

د نابودې دنيا بود برق و برېښنا ده

نه شي زيرمه د برېښنا په رڼا هېڅ

د دنيا هوا هوس د خوب ليده دي

چې خوب وړى شي راوېښ نه وي بيا هېڅ

 

د حميد په اشعارو کې کم او زيات سياسي، اجتماعي، اخلاقي، عرفاني او انتقادي افکار او موضوعات راغلي دي، خو عشقي او مينه ييز خيالونه او فکرونه په کې خورا زيات راغلي دي. له دې ترڅنګ د ده په شعر کې تخيل، هنري قوت او شعريت په ډېره لوړه کچه ځاى شوى دى. ځکه يې مينه وال، لوستونکي او اورېدونکي ډېر دي. د ده يو نوښت همدغه و، چې په پښتو شعر کې يې د هنري سبک بنسټ کېښود.

 

د ده په شعر کې شاعرانه وړتيا او اوچت علمي او فرهنګي قابليت له ورايه څرګندېږي. ځکه خو ورته د وخت اديبانو او شاعرانو د (موشګاف) لقب ورکړى دى. چې اصلي مانا يې وېښته سوري کوونکى او لازمي مانا يې ځيرک، تيزبين، باريکبين او کنجکاو ده.

 

دده په شاعرۍ کې د هر نوي فکر، خيال او الهام د تصوير، تمثيل او انځور لپاره يې مناسب لغات او ترکيبونه کارولي دي، لنډه دا چې د لوړې قريحې کلاسيک شاعر دى.