کلتوري بد ګڼې

موږ د یو عظیم تمدن او کلتور لرونکي وو، خو درېغه چې د جنګونو په کلونو کې مو هر څه بایلودل او د جنګ د اغېزو له امله مو د دغه تمدن ځینې نښنې په خپله برباد کړې، لکه د بودا مجسمه او ځینې نورې تاریخي سیمې او ځایونه.

حتی جګړې موږ دومره بدمرغه کړو او دومره یې وحشیان کړو چې ان ښوونځی چې زموږ د نسل د روزنې یوازینی مرکز دی هغه هم یا په بمونو الوزو، یا یې سوځو او یا د دغه مرکز مسوولینو او ښوونکو ته ان د مرګ تر کچې خطرونه او تهدیدونه را پیدا کوو.

د زده کړې په ارزښت ټول خبر یوو او په دې هم پوهېږو چې کوم شرعي باک هم نه لري، مګر د دې باوجود ځینی اشخاص په تاسف سره نجونی تعلیم ته نه لیږی او د ځان لپاره یی شرم ګڼي، حال دا چې په یویشتمه پېړۍ کې ښوونځي ته د لور لېږل نه، بلکې دا لوی شرم دی چې اولاد یې بې تعلیمه پاتې شي.  د اولاد سالمه روزنه پر موږ د اولاد حق دی او دغه حق هغه مهال ادا کېدلی شي چې اولادونه ښوونځي او د زده کړې مرکزونو ته ولېږو.

موږ د خپل اولاد د ښه راتلونکي فکر نه کوو مګر دېته مو فکر وي چې ښوونځي ته د لور په لېږلو سره مو څوک بې غیرته ونه بولي، نو د همدې لپاره خپله خور او لور له ښوونځي راګرځوو. موږ ښوونځي ته د خپلې خور او لور لېږل عار او شرم بولو، خو د خپلې خور او لور په پلورلو او د هغې په سر د پیسو اخیستلو کې هیڅ عار او شرم نه کوو.

ځینی کارونه زمونږ سم ندی کلتوری برخی ته یي ګورو خو ولی څه شی چی اسلام ویلی هغه مونږ نه مراعتوه ولی کلتوری برخه یی مراعتوه د مثال په ډول، له بیځایه مصارفو الله تعالی خپل بنده ګان ورنه منع ګرزولی ولی که مونږ افغانی ټولنی ته وګورو په ودونو کی مصارف ډیر کو او د هلک له پلار نه په مختلفو بهانو باندی روپۍ اخلی.

موږ د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو برخلاف د څو ټنګو په بدل کې د خپلې خور او لور اینده او ژوند خرابوو، خو د هغې د ښه راتلونکي فکر نه کوو. موږ په ځای د دې چې په ټولنه کې خپل ځان او عالي فکر وځلوو او نور تر خپل اغېز لاندې راولو، برعکس د نورو د عادي خبرو تر اغېز لاندې راځو او په دې برخه کې خپله کمزوري ښیو.

کلتور باید جامد او ساکت نه وي، لکه څنګه چې موږ، ځمکه او کاینات د تغیر په حال کې یوو، نو همداسې باید کلتور هم ورسره بدل شي، سانسور شي او اصلاح شي. د کلتور منفي اړخونه باید ورڅخه وتوږل شي او مثبت اړخونه یې لا وځلول شي، مګر که موږ د خپل کلتور یا ټولنې منفي خواوې د ځان لپاره لویې کړو، نو باور دی چې هم به زموږ او هم به مو د اولادونو راتلونکی تباه کړي او د دوی خوښي به ورځنې واخلي، نو له دې امله باید نه یوازې د خلکو د انګېرنو، ما ویلو، تا ویلو، دودونو او عنعناتو تر اغېز لاندې رانشو، بلکې منفي برخې یې باید نفې کړو چې نور یې هم له زیان او اغېز څخه خوندي شي.

ګلرحمن رحماني