کلنټن وايی، له دې وروسته به خپل سکوت مات کړم

د امریکا په ټاکنو کې مخکښه نومانده هیلرې کلنټن وایي، له دې وروسته به خپل سیاسي سکوت مات کړي.

کلنټن اینډپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، چې د امریکا د ژغورلو او له امریکایانو سره د مرستې لپاره به خپل سیاسي سکوت نور مات کړي او ددغو وګړو مرستې ته به را ودانګي. کلنټن په سکرانتون کې د مېرمنو په یوه غونډه کې دخبرو پر مهال ویلي، چې د خبرونو او روانې اوضاع په لیدلو د خفګان احساس کوي. نوموړي ویلي، اړ ده چې د امریکا له خلکو سره د مرستې لپاره بېرته خپل سیاسي سکوت مات کړي او په سیاسي بهیرونو کې راڅرګنده شي. کلنټن ویلي، امریکایان نور د شخصي اختلافاتو په خاطر په ستره سیاسي کچه د خلکو توهین او بې باکه خبرې نه شي زغملی او هغه څه چې نن په حکومت کې روان دي هغه د رښتینې امریکا له روحیې سره په ټکر کې دي.