کله مو چې زړه هېڅ نه غوښتل دا ۵ کړنې مو په حرکت راولي

کله کله د سړي د روح حال داسې وي چې هېڅ شي ته یې زړه نه کېږي چې ويې کړي، نه يوازې چې د کوم کار کولو ته یې زړه نه کېږي بلکې پخپل ځای چې ناست وي هم ناکراره وي او زړه یې خولې ته راغلی وي، ددې سبب کله کله هوا وي، کله ورسره شوې پیښې وي، کله کورنۍ ستونزې وي، کله کله چې هر څه سم هم روان وي د انسان زړه نه کېږي چې کوم کار وکړي او يو ډول بې سببه ستړی او بې خونده وي، انسان په داسې وخت کې صرف غواړي چې له دې نړۍ يو څو دقيقې ورک شي، انسان داسې وي چې په مخ کې يو الم کارونه وي، د ازموينو لپاره تياري، د راپورونو جوړول او نور داسې کارونه یې په مخ کې پراته وي، خو انسان ځان ښه نه حس کوي چې کوم کار وکړي، د کوم کار لپاره حرکت ورکونکې انرژي او روان نه لري.

 

هر څوک غواړي له دې ناوړه حالت څخه چې هره شېبه د انسان انرژي زبېښي بهر شي، خو ددې لاره څه ده؟ ددې لپاره تر ټولو معقوله پرېکړه دا ده چې انسان فوراً يو حرکت وکړي خو د حرکت کولو لپاره څه کول پکار دي؟

 

١-: د خپل اضطراب څخه تغذيه شئ

 

کله چې په ډېر ناوړه حالت کې یاست نو په دې وخت بېخي حالت دومره ګډوډ وي چې سړی پکې د بيرون ته وتلو لار نه ويني، خو دلته بايد يو د پوخ عقل خاوند انسان په دې پوه شي چې انسان تل خوشحاله کېدی نه شي، همدا حالت بايد ومنل شي، کله چې په دې پوه شئ چې خفه کېدل، په تنګ کېدل هم د ژوند يوه برخه ده او دا د زړه څخه ومنئ نو بيا پوهېږئ چې اوسنی حالت دومره هم د فاجعې راوړونکی نه دی څومره چې تاسې فکر کوئ، له همدې کبله ددې ناوړه حالت څخه د وتلو لپاره بايد لومړی په دې پوه شئ چې دا خفګان، اندېښنې د ژوند يوه طبعي برخه ده، په دې وخت کې انسان نور ددې حالت سره د مبارزې څخه لاس اخلي او په طبيعي ډول دا ناوړه حالت پخپله ورو ورو له منځه ځي.

 

٢-: پاڅئ پلان جوړ کړئ

 

هڅه وکړئ وروسته له دې چې ډېر په تنګ شئ د خپل راتلونکې په هکله، يا هغه څه چې تاسې غواړئ وکړئ او تاسې راحت کوي، يو پلان جوړ کړئ، د هغه کړنو يو مکمل لېست جوړ کړئ، څه غواړئ وکړئ، څه ډول یې وکړئ، د کوم ځايه يې پيل کړئ، څنګه په مخ ولاړ شئ، خپله موخه معلومه او پړاوونه یې هم ورسره وليکئ، دا د يوې خوا تاسې راحت کوي او د اوسني ناوړه حالت تاثیر به يو څه راکم کړي او د بلې خوا به بیا تاسې د خپل يو کار په هکله يو پلان هم جوړ کړی وي، په دې ډول به ددې ناوړه حالت له تاثیر څخه ځان خلاص کړئ او په دې وخت کې به د ناوړه پرېکړو څخه لرې يئ.

 

٣-: پيل یې کړئ

 

دا ښکاره خبره ده چې په داسې يو حالت کې پيل کول او د خپل ځایه پاڅیدل هم ستونزمنه خبره ده، خو دا تريخ حقيقت بايد په تحت شعور او شعور دواړو سره درک کړئ، چې که پيل ونه کړئ، يو لومړی قدم هم وانه خلئ نو بيا هېڅ ډول بدلون راتلل ممکن نه دي، که کوچنی قدم هم وي خو چې صرف يو قدم او کوچنی حرکت پیل هم وکړئ، وايي پيل د خلاصولو نيمايي دی، له دې کبله که کوچنی قدم هم وي صرف يو ځل د خپل ځای څخه پاڅئ.

 

٤-: ځينې وخت نه کېږي، تاسې یې هم پرېږدئ

 

ځينې وخت بعضې پېښې داسې يو حالت رامنځته کړي چې که تاسې یې د سمولو او بدلون هره هڅه وکړئ چې بيا هم کومې ښې خواته نه ځي، په داسې وخت کې واک لرئ چې همدا ناوړه حالت ومنئ، ددې مسولیت ومنئ او د غبرګون ښودلو او مجادلې هڅه مه کوئ، د مثال په ډول که کوم کار لرئ زړه مو نه کېږي ويې کړئ مه یې کوئ او په دې وخت کې چې په کوم څه مشغول يئ که فلم ګورئ که بل څه کوئ همداسې دوام ورکړئ، خو البته پايلې به يې منئ.

 

٥-: قدم ووهئ

 

قدم وهل شايد د ډېرو په هکله ساده کار وي، خو په عمل کې بيا دومره ساده کار نه دی، د روغتیا ګټې یې يوې خواته، خو په داسې وخت کې مو بيا بېخي حال بدلوي او د ناوړه پرېکړو مخه مو نيسي، تازه هوا اخيستل او قدم وهل تاسې ته د ښه فکر کولو فرصت درکوي.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني