کله چي هارون رشید دمرګ پربستر پروت ؤ!

کله چي هارون رشید دمرګ پربستر پروت ؤ، نویې خپل ملګرو ته وویل:

زه غواړم هغه قبر ووینم په کوم کي چې زه دفن کیږم ؟

نو هغوی هارون رشید واخیست او خپل قبر ته یې ورساوه ..

کله چي هارون خپل قبرته وکتل نو یې ډېر وژړل ، او بیا یې خپل شاوخوا خلکو ته وکتل او د الله تعالی داقول یې ووایه:

﴿مَا أَغْنَى عَنِّی مَالِیهْ﴾ ﴿۲۸﴾ ﴿ هَلَکَ عَنِّی سُلْطَانِیهْ﴾ ﴿۲۹﴾.الحاقة

)زما مال ماته هیڅ ګټه ونه رسول* زما قدرت زما دلاس څخه ولاړی(

بیا یې اسمان ته خپل سر پورته کړ،سخت یې وژړل او داسي یې وویل:

ای هغه ذاته چې سلطنت دي زوال نه قبلوي پر هغه چا رحم وکړې چې سلطنت یې زائل شو.

نو ای مسلمانه داخبره یاد ساته

شپه چې هرڅومره اوږده شي بیا هم سهار ورپسې دی

عمر چې هرڅومره اوږد شي نو قبرته دورتلو پرته بله لار نشته .