کله چې مسلمان په سختيو کې راګیر شي، باید کومې دعاوې وکړي؟

له کابل څخه د ديني مسائلو يوه علاقمندې خور پوښتنه کړې ده:
-قدرمن استاد په دې ورځو کې مې ستونزې ډېرې شوي دي، آيا کومه مستجاب دعا شته چې د ستونزو د حل لپاره يې ولولم؟

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد،،
په اسلامي شريعت کې کومه ځانګړې دعا چې مستجاب ونومول شي نشته، ليكن په صحيح بخاري اوصحيح مسلم کې ثابته ده چې ځينې مستجاب دعاګانې هر پېغمبر ته ځانګړې وي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

” لكلّ نبيّ دعوة مستجابة يدعو بها فيستجاب له فيؤتها، وإني اختبأت دعوتي شفاعة لأمّتي يوم القيامة”
هر پېغمبر خاص مستجاب دعا درلوده او هر وخت چې به يې دعا کوله، دعا به يې قبلېده، او ما خپله مستجاب دعا پټه وساتله چې د خپل امت لپاره د قيامت په ورځ شفاعت وکړم.

ليكن دعاء د قبېلېدو لپاره ځانګړي وختونه لري، دا هم غوره ده چې د انبياء عليه السلام دعاوې ولوستل شي کله چې به هغوئ چې سختيو کې را ګېرېدل دعاوې به يې کولې مثلا ايوب عليه السلام دعا دا ده:
“رب إني مسني الضر وأنت أرحم الراحمين ”

ربه زه په سختي او تنګۍ کې يم چې ضرر را رسېدلی ما په خپل رحمت کې داخل کړه او پرته له شکه ته له ټولو رحم کوونکو زيات رحيم يې.

او د يونس عليه السلام دعا دې ولولي چې دا ده:
” لا إله إلا أنت، سبحانك، إني كنت من الظالمين”
نشته حق معبود مګر ته زمونږ معبود او پرورگار يې پاكي ده تالره ، او زه له ظالمانو څخه وم ما عفو كړه.
دارنګه الله تعالی په اسم اعظم سره چې عبارت دی له ” الحي القيوم ” څخه او په صحيح احاديثو سره ثابت دي چې څوک د دعا کولو پر وخت” يا حي يا قيوم” ووايي دعا يې قبلېږې.

دا رنګه د ستونزو د حلېدو د دعا د قبلېدو له اسبابو څخه زيات استغفار ويل، د خپلوانو سره صله رحمي، له ګناهونو ځان ساتنه او لېري والی په هره اندازه چې ممکن وي، هم دي.

بهترينې دعاګانې د شپې په وروستۍ دريمه برخه کې دعا کول دي يعنی مخکې له سبا څخه ، او د آذان او اقامت تر منځ، او د جمعې ورځې وروستي ساعتونه، د باران او واوری ورېدو پر وخت، د سفر پر وخت، د مور او پلار دعا د اولاد لپاره، په غياب کې د مسلمان دعا د بل مسلمان ورور يا خور لپاره ..

فضل الله ممتاز