کله چې ولاړیږئ آیا سترګې مو توریږي او د خستګۍ احساس کوئ؟

کله چې ولاړیږئ آیا سترګې مو توریږي او د خستګۍ احساس کوئ؟ آیا پوهیږئ چې په دې وخت کې څه پیښیږي په دې وخت کې مو په آنی ډول سره فشار کښته کیږي؟

دا کوم ډول ناروغي ده:

دې ډول حالت ته په طبي ژبه orthostatic hypotension ویل کیږی. نوموړی حالت ډیر خفیف او تر څو ثانیو دوام کوی. هر یو کیدلی شي په دې ستونزه مبتلا شي، مګر که چیرې ډیر ځلې واقع شي او خستګي د سترګو توروالي او سرګیچي تر دقیقو پورې رسیږي کیدلای شي عمیق مشکل موجود وي. او باید له ځانه و پوښتي چې ولې مو سر ګیچ وي. بعضې اوقات کیدلای شي دا حالت په خپله جوړ شي ولې په بعضې وختونو کې تاسو مجبوره یاست داکتر ته مراجعه وکړئ ځکه لاندیني اسباب کیدلای شي تاسو په تکلیف کړي.

۱- په وجود کې د اوبو کمښت.

۲- د زړه مشکلات.

۳- د عصبي سیستم کمزوری او خرابوالی.

۴- په زاړه عمر کې د خوراک کولو څخه وروسته.

۵- د عمر په تیریدو سره د وینې کښته فشار.

۶- بعضې دوا ګانې بلخصوص د زړه او فشار د ناروغۍ لپاره.

۷- د حاملګی په وخت کې.

۸- هغه کسان کوم چې زیات فزیکي فعالیت نلري او زیات ساعتونه په بستر کي وي.

۹- هغه کسان چې د الکول څښلو ناوړه عادت لري.

۱۰- هغه ځوانې انجونې کوم چې د وزن د کمښت لپاره مناسب خواړه نه خوري وجود کې یې ویټامینونه کم چې په نتیجه کې یې دغه مشکلات ورته پیدا کیږي.

له دې هم خبر شئ: الزایمر څه ډول ناروغي ده؟

تداوي: د داکټر سره په مشوره سببي عامل باید ولټول شي او مناسبه درملنه وکړل شي.

لیکنه: ډاکټر نوید خپلواک