دوشنبه , 29 اپریل 2024

کله چې يو څه اخلئ، کومو ټکو ته بايد پام وکړئ؟

منيب الرحمان رحماني

زموږ د ټولو خوښېږي چې بازار ته ولاړ شو او سودا وکړو، د خپلې خوښې څه راونيسو، په دې هکله بیا ښځینه له نارينه و څخه ډیرې فعالې دي او مارکېټ ته د تلو او سودا کولو ځانګړې مينه لري او کله چې بيا کوم نوی شی يا يو نوی ماډل د ټيلیفون، يا د جامو يو نوی سټايل راشي، بیا نو دوی په کور کې ډېر صبر نه کوي.

که تاسې بې سرحده او بې پايه بوديجه لرئ او د پيسو لږ يا کمه خرچه او مصرف درباندې تاثير نه کوي، نو بیا تاسې چې څه رقم غواړئ هغه ډول سودا وکړئ، خو که تاسې دومره بوديجه نه لرئ او عواید مو لاس نيولي وي، بيا نو بايد د سودا کولو په هکله ځينو ټکو ته جدي پام وکړئ، که نه نو ستاسې معاش تاسې د مياشتې تر اخره ونه رسوي‌، بيا به نو له سلو مجبوريو سره مخ ياست، لاس به مو تش وي، د ملګرو او دوستانو څخه به پور غواړئ، هغوی به يا پور نه درکوي او که دریې کړي په سلو نخرو به یې درکوي او بيا به د هغې ادا کول درباندې بل بوج وي، يانې د خپل معاش خپلې بوديجې په درست ډول استفاده کول ډېر اړین کار دى.

لومړی بايد په رښتيني ډول خپله اړتيا او خپل احتیاج معلوم کړئ، مخکې له دې چې بيرون ته د سودا لپاره لاړ شئ، د هغه شيانو چې تاسې غواړئ راوېنيسئ يو لېسټ جوړ کړئ، د ښه پام وروسته چې لېسټ مو پوره شو اوس نو بيا دا لېسټ چک کړئ او په واقعي ډول ورباندې فکر وکړئ، چې په دې شيانو کې تاسې واقعاً کوم یو ته يا کومو ته يې اړتيا لرئ.

د مثال په ډول که یو شی تاسې ټاکلى وي لکه د مخ کريم نو واقعاً که تاسې دا کريم ونه لرئ څه کېږي؟ يا واقعاً دا يو احتیاج او يوه اړتیا ده که هوس؟ دا یو مثال و، کېدی شي‌ د ډېرو خلکو اړتيا وي، خو تاسې د دې مثال په ډول هر څه ته همداسې فکر وکړئ، همداسې یې کنټرول کړئ او وروسته هغه څه چې واقعاً اړین دي په رښتيا يو احتیاج دی تاسې اړتيا ورته لرئ، هغه وټاکئ او وروسته مارکېټ ته ولاړ شئ.

کله چې وږي يئ، نو د سودا اخيستلو لپاره مارکېټ ته مه ځئ، ځکه په دې وخت کې ستاسې سترګې وږې وي او چې هرڅه وینئ ډېر زيات مو خوښېږي، د چا خبره خوله مو اوبه ورته کوي، کېدی شي په دې وخت کې ډېره زياته سودا‌ وکړئ او ډېر زيات خوراکي توکي واخلئ، خو کله یې چې کور ته راوړئ، نو يو دوه ډوله یې که وخورئ، نور ټول درنه پاتې وي، له دې کبله مناسبه نه ده چې د لوږې په وخت کې سودا‌ وکړئ.

د موسم په اخر کې سودا وکړئ، که تاسې هم وايئ چې زما بوديجه ډېره زياته نه ده او بايد ډېره دقيقه يې استفاده کړم، نو بيا به خامخا په سودا‌ کولو او يو څه اخيستلو کې پام کوئ، د موسم په پای کې سودا تر نورو وختونو ارزانه وي، د مثال په ډول په ژمي کې د اوړي او ګرمۍ د موسم جامې ارزانه وي او په ډېره ټیټه بیه کولی شئ د اوړي جامې په ژمي کې واخلئ، د دې تر څنګ په اوړي کې بيا د ژمي جامې ارزانه وي، په اوړي کې کولی شئ د ژمي بهترينې جامې په ډېره مناسبه بيه واخلئ او ځان له بې ځایه او اضافي مصرف څخه وساتئ.