کمار سانو: د کار لپاره د چا ور نشم ټکولای

د هندوستان د مشهور سندرغاړي کمار سانو غږ به مو ضرور اوریدلای وي. نوموړی د هندوستان سربیره د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې مینوال لري.

خو د بالیووډ په فلمونو کې يې سندرې کمې شوي دي. هغه په وروستیو څو کلونو کې یواځې د (راډيراټور) او (دوم لګا کی هاشیه) فلمونو لپاره سندرې وویلې. له تیرو دوو کلونو راهیسې د هغه هیڅ کومه سندره د کوم فلم لپاره انتخاب نشوه.

کمار سانو د ۹۰ یمو کلونو سندرغاړی دی. نوموړی اوس ۶۰ کلن دی.

په یوه وروستۍ مرکه کې هغه ويلي، چې په فلمونو کې د سندرې ویلو لپاره د چا ور (دروازې) ته نشي ودریدلای او ورته نشي ویلای، چې په فلم کې ده ته د سندرې ویلو وخت ورکړي.

نوموړی زیاتوي، په هندي سینما کې يې ځان ته ځای جوړ کړی او نور نو اړ نه دی، چې د خپل کار لپاره تبلیغات وکړي.

هغه وايي، که په فلمونو کې د سندرولو ویلو وخت نه ورکول کیږي، د سندرو د البمونو خپرولو ته به دوام ورکوي.