کمره

لیکنه: محمد نسیم

کمره د یوناني کلیمې له (Kamera) څخه اخستل شوی چې، د یوې بندې او قوس کوټې مانا ورکوي. کمره د ثابتو او متحرکو انځورونو د اخیستلو لپاره کارول کیږي.

کمره یوه میخانیکي یا تخنیکي وسیله ده، چې د اشیاوو او اجسامو تصاویرو د فلم او یا یوې حساسې صفحې پر مخ رامنځته کوي.

او یاکمره یوه تړلې او تیاره کوټه ده، چې د لنز مقابل ته یې د پرتو تصاویرو یوه لحظه د نور په مرسته د شټر ( Shutter) په وهلو د کمرې په حافظه او یا فلم باندې ثبتوي.

لومړیو کې تصاویر تور او سپین اخستل کېده خو د وخت په تېرېدو تصویرونه رنګه شول، چې نړۍ کې لمړی رنګه تصویر د ( لوې هیل) په نوم یو مسیحي راهب لخوا د کمرې په مرسته واختل شو؛ خو نوموړي خپله تر لاسه کړی پر مختګ هیچا سره شریک نه کړ نو ځکه هیل خپله هم پرمختګ ونه کړ.

یو بل انګلیسي فزیک پوه جیمز کلرک ماکسول په کال ۱۸۶۱ میلادي کې یوه نظریه وړاندې کړه، چې د انسان سترګې درې اصلي رنګونه ( شین، اسماني او قرمزي) لیدونکي یا بیلونکي دي، نو د دې چارې د پرمختګ لپاره خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکړ، چې بلاخره په افغانستان کې په کال ۱۹۰۹ زیږدیز کې لومړي ځل لپاره د شاه امیر حبیب الله خان تصویر واخستل شو او دا تصویر په سراج الاخبار جریده کې چاپ هم شو.

اوسمهال په نړۍ کې ګڼ شمېر شرکتونو په مختلفو نومونو او مختلفو بڼو د کمرې جوړونې کار پیل کړی، په دوی کې سوني شرکت وتوانېد چې په کال ۱۹۸۰ کې ستره یا غټه ویډیي کمره جوړه کړي.

دا کمرې ډېرې پیچلې او جنجالي؛ خو پر مختللي دي، چې د تصویر لپاره کارول کیږي، دا کمرې سترې دي او تصویر اخستل پرې ډېرې حوصلې او دقت ته اړتیا لري.

دا کمرې ددې وړتیا لري، چې له ډیرو لرو فاصلو څخه شفاف او کیفیت لرونکي تصویرونه واخلي.

د سترو کمرو ټولې اجزاوې د کمرې کارونکي په خوښه چمتو کیدای شي.

د لنزونو بدلون، شټر سرعت، د ایرس کنټرول او همدا راز کتونکې برخه یا ( view finder) برخې لنزونه یې ښکته او پورته حرکت ورکولای شي.

په دې کمرو کې کتونکې برخه په غټه پیمانه د تلویزیون د پردې بڼه وي، څو د تصویر ټولې برخې په ښه ډول وکتلای شي، همدا شان ځنې داسې کمرې هم جوړې شوي،چې په بېلا بېلو موضوعاتو کې چې د څیړنې لپاره تصویر اخستلو وړتیا لري د بیلګې په توګه د بوټو وده، د ځنګلي حیواناتو څیړل او بیا د بهرنونو لاندې په اوبو کې د تصویر اخستل.

ددې چارو لپاره ځانګړي مسلکي کسانو ته ضرورت وي، چې د کارونې او د تصویر اخستلو وړتیا ولري، تر څو هر تصویر د استعمال، ځای، زاویه، د هغې ارزښت او اهمیت په نظر کې نیولو تر څنګ ځنیو ټکو ته هم  باید پاملرنه وکړي، ترڅو د عکاسۍ په وخت کې د چا شخصیت او حیثیت ته پکې زیان یا صدمه ونه رسیږي.