کمپیوټري ځانمرګی- صحت سمسور

 بټنه مې کېمنډله،د درد له لاسه یې سونګاری خته،بیا مې ورته بټنه زور کړه،دا ځل یې د درد له لاسه د مخ هېنداره وپړقیدله، دزړه اواز یې دکولمو پوټکي سیزل،کله مې چې دليکلو صفحه پرانیسته ،نو دلیکلو په بټنو مې ورته ګوتې کیښودې،د هر تورې دلیکلو سره یې زړه ټک ټک کاوه،ماهم دغم د خبر په لیکلو پیل وکړ،کله مې چې توري د ځانمرګي کلیمې ته ورسول،د کمپیوټر درد  زیات شو، ورو ورو یې د مخ هېنداره په رپیدو شوه ،د بدن ټولو غړو یې کار پریښود،سونګاری یې په زیاتیدو و،یو درز  شو او کار یې پریښود.

هک حیران شوم بیا مې یې د چالانولو بټن زور کړه، دا ځل یې سلګۍ نه کولې،کله چې مې پرانیست او ومې کوت،زړه یې چادولی و، کولمې یې لرې شیندل شوې وې،یوازې سوی بوی و،کله چې مې څيړنه شروع کړه،ایسې ګانې یې شاټ شوې وې ، له کولمو یې پوټکي اوښتي وو،له یوبل سره جنګیدلي وو او چاودنه یې رامنځ ته کړې وه.

کولمې او پوټکي مې ورته راټول کړل،په بیک کې مې ځای پرځای او دتورتم خونې په تاخچه کې مې کیښود ، نهیلی راووتم او دغم خبر مې دځانمرګي پر کلیمې پاتې شو.