د کندز ولایتي چاوراکي وایي، دغه ښار یې د کرونا ویرس د خپرېدو مخنیوي په موخه قرطین کړی دی.
د کندز مرستیال والي حشمت الله رحیمي د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي دي، چې د کندز ولایت مرکزي ښار کې تیره ورځ د دوو کسانو د کرونا ټسټ پایلې مثبتې ثابت شوي دي؛ نو له همدې امله د دغه ښار د قرنطین کېدو پرېکړه شوې ده.
د کندز ولایتي چارواکو له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره له دوی سره مرسته وکړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.
داپه داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد یو شمیر لوی ښارونه او ولسوالۍ د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه قرنطین شوي دي