کندز کې د وسله والو طالبانو بريد کې ۱۸ افغان سرتیري وژل شوي

د یو شمېر راپورونو له مخې، پدغه ولایت کې د وسله والو طالبانو برید کې ۱۸ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۰ تنه برمته شوي دي .

د کندز د ولایتي شورا غړي غلام ربانې رباني پېښه تایید کړې خو زیاتوي چې په پېښه کې یواځې ۱۰ افغان سرتیري وژل شوي دي .

کندز یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برېدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۰ تنه یې برمته کړي دي .

د سرچينې په وینا پېښه د امام صاحب ولسوالۍ په دوو بیلابیلو سیمو کې شوې چې په بوته کشان سیمې کې د پېښې پرمهال ۱۵ تنه د ملی اردو سرتیري او درې سیمه ایز پولیس وژل شوي او په باغ شرکت سیمه کې بیا لس تنه سرتیري د وسله والو طالبانو له لورې برمته شوي دي .

د کندز د ولایتي شورا غړي غلام ربانې رباني پېښه تایید کړې خو زیاتوي چې په پېښه کې یواځې ۱۰ افغان سرتیري وژل شوي دي .

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر(یوناما) او اروپایي ټولنې د بیلابیلو اعلامیو په خپرولو سره ویلي، که چیرې ثابته شي چې د اورکم له اونۍ وروسته برېدونه د وسله والو طالبانو له لورې شوي، دابه د قطر له هوکړې ښکاره سرغړونه وي .

دوی همدا راز له وسله والو طالبانو غوښتي وو چې د اورکم موده وغځوي ترڅو د بین الافغاني خبرو پیل ته د مناسب چاپریال زمینه برابره شي .

په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او په افغانسان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم پر وسله والو طالبانو غږ کړی وو چې د اورکم موده وغځوي .

همدا راز د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر مشر ملا غني برادر ورسره د ټیلېفوني خبرو پرمهال منلې چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي کمولو ته ادامه ورکړي، خو د طالبانو له له لورې ټرمپ سره د ملابرادر د خبرو په اړه خپره شوې  خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه څه نه دي ویل شوي