کندهار:د شهید پتیال په یاد علمي سیمینارجوړشو

  په کندهار ولایت کې پرون د شهید عبدالقدیم پتیال د ژوند او اثارو په اړه یو ورځينی علمي او څیړنیز کنفرانس جوړ شوی و.

یاد سیمینار چې د ولایت مقام، ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ تیره ورځ د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو، په کې د کندرهار سرپرست والي توریالي ویسا په ګډون یو شمیر نورو چارواکو او لیکوالو او شاعرانو برخه لرله.

دې غونډې ته د ولسمشر اشرف غني او د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوي وزیر عبدالباري جهاني پیغامونه هم ولوستل شول.

سرپرست والي توریالي ویسا شهید پتیال یو با احساسه او د فرهنګي ډګر یوه ځلانده هستې وبلله، نوموړي وویل نه یوازې دا چې شهید پتیال یو شاعر او لیکوال وو، بلکي نوموړي په رسامۍ، خطاطۍ او ژباړه کې هم له ځانه کارنامې ښودلي دي.

په دغه سیمینارکې د ختیزې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر او د کابل پوهنتون استاد پوهندوی لال پاچا ازمون هم برخه لرله او د ارواښاد پتیال په اړه یې خپلې خاطرې او مقاله واورله.

سیمینارته د جنوبي پښتونخوا کوټې یو شمېرلیکوال هم راغلي وو او خپل تاثرات یې واورول.

عبدالقدیم پتیال د کندهار ولایت مرستیال،لیکوال،شاعر،څېړونکی او ادیب و، چې څو میاشتې وړاندې د کندهار په پوهنتون کې په داسې مهال د یوه وسلوال کس په ډزو ووژل شو، چې دی په ټولګي کې ناست وو او خپلې زده کړې یې کولې.