د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالیو کې بلخ لیجنډز لوبډلې کندهار نایټس لوبډلې ته ماتې ورکړه او له یاد لیګ نه یې بهر کړه.
د کندهار په ماتې سره ننګرهار پړانګانو لوبډله نیمه پای لوبې ته ووته.
دې لوبه کې کندهار لوبډلې بلخ لیجنډز ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۲ منډو هدف ورکړ.
د کندهار لپاره برنډن مکلم ۵۰ منډې وکړې.
بلخ ته میرویس اشرف درې او سمیع الله سالارزي دوه ویکټې واخیستې.
لیجنډز لوبډلې د کریس ګېل په ښې توپ وهنې سره یاد هدف د څلور لوبغاړو په زیان سره ۱۷،۵ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.
کریس ګېل د ۷۳ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د تېرې شپې بله لوبه کې پکتیا پنترس لوبډلې د کابل ځوانانو لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
د دې سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
نن ماخستن ۸ نیمې بجې به په لومړۍ نیمه پای لوبه کې ننګرهار پړانګانو لوبډله د بلخ لیجنډز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
سبا شنبه په همدې وخت به دویمه نیمه پای لوبه پیل شي.
د دې سیالیو پای لوبه به یکشنبه ترسره شي.
لیکوال : نصرت الله عمرزی