د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالیو کې کندهار نایټس لوبډله په خپله ۵مه لوبه کې وتونېده، چې بریا خپل کړي.
تېره شپه د کندهار او ننګرهار پړانګانو ترمنځ لوبه کې کندهار لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ شروع کړه، خو د مجیب الرحمن د ښې توپ اچونې له امله یې ښه پیل ونه کړ.
په ۲۷ منډو یې ۵ لوبغاړي سوځېدلې وه، خو په پای کې د کریم جنت او سید شیرزاد په ښې ملګرتیا سره یې ننګرهار پړانګانو ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۷ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې کریم جنت ۴۰ ناسوځېدلې او نجیب الله ځدران ۲۴ او سید شیرزاد ۱۹ منډې وکړې.
ننګرهار ته مجیب الرحمن ۴ او ریمنګټون دوه ویکټې واخېستې.
د ننګرهار پړانګانو لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ټول لوبغاړي یې شلم اور کې په ۱۱۰ منډو اوټ شول او لوبه یې د ۲۶ منډو په توپیر وبایلله.
وقار سلام خېل ۳، محمد نوید او کریم جنت دوه دوه ویکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی هم کریم جنت وټاکل شو.
له ۵ لوبو څخه دا د کندهار لومړۍ بریا وه.
پرون بیا مازیګرنۍ لوبه کې بلخ لیجنډز لوبډلې د پکتیا پنترس لوبډلې ته په ۸۹ منډو ماتې ورکړه.
د دې سیالیو په دوام نن مازیګر ۴ نیمې بجې بلخ لینجنډز لوبډله د کابل ځوانانو سره او د شپې ۸ نیمې بجې به د ننګرهار پړانګانو لوبډله د پکتیا پنترس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شی.
نصرت الله عمرزی