کندهار ښار اوومې امنتي حوزه کې د یوې نجلۍ جسد موندل شوی

د راپورونو له مخې دغه نجلۍ ۱۹ ورځې مخکې سړي تښتوونکو تښتولې وه، چې اوس یې وژلې او جسد یې کثافات دانۍ کې اچولی وو.

د کندهار پولیس وایي، د سړي تښتوونکو د نیولو هڅي یې پیل کړي دي.

تر دې پېښي یوه ورځ مخکي اتمه حوزه کې یوه ملا امام پر یو زده کوونکی جنسي تېری کړی وو او وروسته یې وژلی هم وو.