کندهار کي پوليسو کشفي عمليات چټک کړي

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي،  تازه یې د کشفي معلوماتو په بنسټ د وسله والو هغه ۷ کسيزه ډله نیولې، چي د یاد ولایت ښار او ولسوالیو کي يې د افغان دولت پر ضد فعاليتونه کول.

نيول شوي وسله وال وایي، د افغان دولت ضد جګړې سپارښتني ورته د ډېورنډ فرضي کرښي له پورې غاړې کېدلې.

طالبانو تر اوسه د یادې نېول شوې وسلوالې ډلې په تړاو څه نه دي ویلي.