کندهار کې د احمد شاه بابا د کور د رغونې چارې پيل کيږي

‏د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د لوی آمپراتور احمد شاه بابا د کور تخنیکي او مسلکي سروې پيل شوې. د یاد ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي ټیم د احمد شاه بابا د کور لومړنۍ سروې پيل کړې او له سروې وروسته به یې د بیا رغونې چارې پيل شي.