کندهار کې د بُست غوره کرکټ ليګ سياليو لپاره لوبغاړي واخېستل شول

کندهار کې د بُست په نوم غوره کرکټ لیګ لوبې له ګرېډ ون یا لومړۍ درجه ولایتي لوبو وروسته پېلېږي. د دغه لیګ لپاره د شنبې په ماښام کندهارکې د لوبغاړو بولي ترسره شوه، چې پنځه لوبډلو لپاره پکې لوبغاړي واخېستل شول. د بُست کرکټ لیګ لوبې په کندهار کې ترسره کېږي. یاسین خان بُست ساتونکي، ابراهیم کاروان، د اختیارالدین کلا ستوري، میوند اتلان او بالاحصار زلمیان لوبډلې به پکې ولوبېږي. د بست کرکټ د پېل دقیقه نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.