کندهار کې د ترافیکی پېښې له امله درې تنه مړه شوې

پېښه نن له غرمي مخکي د کندهار پنځمي ناحيې اړوند د امنې قومندانۍ مخته د يوه زرنج او هاموي ټانګ له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي په دې پېښه کې زرنج کې سپاره درې کسان ځای پر ځای وژل شوې او يو بل تن ټپي دی.

بارکزی وایي په وژل شوو کسانو کې کوچنيان هم شامل دي.

د کندهار د ترافيک پوليسو مشر سمونوال عبدالحميد وایي د هاموي ټانک چلونکی نیول شوی او اوس تر پلټنو لاندې دی.