کندهار کې د راکړې ورکړې پر مهال پر کلدارو بندیز ولګیده

د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي وایي، د کندهار ولایتي چارواکو د کسبګرو، سوداګرو، صرافانو او د افغانستان بانک له استازو سره ليدنه کې پرېکړه کړې، چي له دې وروسته به د کالدارو پر کاروني محدودیت وي او کاربار به نه  ورباندي کیږي.

د کندهار د والي ویاند زیاتوي، له دې وروسته به د حوزې په کچه له مسوولينو سره ورته تصميم نیسي.

کندهار کې داسې مهال یاده پرېکړه کیږي، چې د ننګرهار، کنړ، لغمان او خوست په شمول یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کلدارې پر بندېدو او په افغانیو د راکړې ورکړې په دودولو چارواکو او عامو وګړو جدي ګامونه پورته کړي، خو د نرخونو په نه کنټرول بیا ولسي خلک پر حکومت سختې نیوکې کوي.