کندهار کې د ماین چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د یاد ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۹ ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه ټپیان دي.

چارواکي زیاتوي، نن له غرمې مخکې خوشک رود سیمه کې د ملکي کسانو د سورلۍ موټر د طالبانو لخوا پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی او پېښه رامنځته شوې ده.

تر دې وړاندې په سرپل ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ۳ پکې وژل شوي و او څلور نور ټپیان و.

که څه هم د سرپل امنیه قوماندانۍ ویاند نورآغا فیضي د ملکي کسانو مرګ – ژوبلې لامل وسله وال طالبان ګڼلي و؛ خو تر اوسه وسله والو طالبانو د دې دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.