د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د مسافرو د یو موټر چپه کېدو پېښه کې ۹ تنه ملکي وګړي مړه شوي دي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي، پېښه د ارغنداب په خواجه ملک سیمه کې شوې چې ۱ نارینه، ۴ ښځې او ۴ ماشومانو پکې مړه شوي دي.
نوموړی وايي، د ملکیانو دا موټر د شاولیکوټ له ویاند سیمې څخه کندهار ته روان و چې پر لاره یو کانال ته لوېدلی.
ترافیک پولیس وایي، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.